د (( قم)) چړیان او دافغانانو رټل او وژل
میم – محشور میم – محشور

        هغه ناتار چی د کلونو راهیسی په تیره بیا پدی د وو  ورو ستیو کلونو کی د ملا خمینی دقمی چړیانو له خوا پر افغان کډ والو او کارګرانو باندی روانه ده  نه یواځی دګاونډیتوب له اصولو او دودونو سره ، ان چی داسلامی او نړیوالو اصولو سره هم اړخ نه لګوی . دتاریخ په اوږدو کی ایرانی واکدارانو تل دپیښو نه دناوړه ګټی اخستو سره دافغانستان دګټو پر ضد کړه وړه سرته رسولی او سرته یی رسوی .

       که دپخوا زمانو نه تیر شو او همدغو  نیږدی وروستیو لسیزو پیښو ته  ځیر شو له ا فغانا نو او دهغوی له  هیواد  نه ایرا نیانو تل ناوړه ګټه پورته کړیدی او پورته کوی یی . د بیلګی په توګه دپرنګی شلمی پیړی په اتیا یمو کلونو کی کله چی افغانستان دسړی جګړی له امله د دوو زبر ځواکونو دجګړو په ډګر بدل شوی و, یو شمیر افغانان ایران ته مهاجر شول او په همدغه وخت کی دایران او عراق تر مینځ هم جګړه روانه وه نو بیا هم دټولو منل شویو نورمونو پر خلاف افغان مهاجرین دغی جګړی ته لیږدول کیدل چی زیات شمیر افغان ځوآنا ن دخپلی ارادی پر خلاف مړه او معیوبان شول . تاریخ شاهد دی چی خمینی او دهغه لاس پوڅی چړیان دجنت کلی ګانی !؟ د هغوی پر غاړو ځوړندول چی دمړ کیدو په صورت کی جنت ته لاړ شی !? .

       برسیره پردی دهمدغو مهاجرینو دمټ په زور په ډیر ټیټ مزد سره په ایران کی نوی ښارونه جوړ او دجګړی ویجاړی هم له  مینځه یوړل شول .دسیا ست او تبلیغاتو په ډ ګر کی قمی ملایان او چړیان, پر نړیوالو ناز خرڅول چی ګویا په وړیا تو ګه خپل هیواد کی افغانان ساتی ، په داسی حال کی چی دملګرو ملتونو له خوا پریمانی مرستی مهاجرینوته رسیدل او برسیره پر دغو مرستو له اروپا او امریکی نه هره میاشت دخپلوخپلوانوله خوا په ملیونو ډالر مهاجرینوته استول کیدل . د مهاجرت د کلونو په اوږدو کی د ایران په هر ګوټ کی دسترو جنایتونو مجرم تل افغان مهاجرین بلل کیده او جیلونو کی اچول کیدل ، خو څه موده وروسته چه اصلی مجرمین موندل کیدل نو بیا پرته له کوم عذر او جبران خساری نه خوشی کیدل . ډیر ځله هسی پیښ شوی دی چی یو بیګناه افغان څو کاله بی له پوښتنی نه په جیل کی ساتل شوی او وروسته بیا د هغه بیګناهی ثابته شویده .

      وروستۍ ډ ڼډ وره,  افغانانو باندی دقاچاق تورونه لګول او بیا په اسلامی محکمو کی( ډیری په دغو محکمو کی دلیږو سواد لرونکواو متعصبوچړیانوحکمو نه چلیږی)هغوی په ((اشد مجازات ))محکومول  ده . په دغه هکله باید وویل شی چی لومړی دغه حکمونه هیڅکله عادلانه نه وی دوهم داچی حکمونه پر قانونی موادو نه بلکی دمقاماتو د هدایت سره سم صادریږی دریم داچی دجرم او جزا تر مینځ انډول بیخی نه ساتل کیږی او هغه دچاخبره ایرانی چړیان ((میاشی په توپ وولی )). دا ځکه چی دبنیادمانو ژوند ،ملایانو ته کوم ارزښت نلری . داعدام حکم صادرول یانی دیو انسان نه دهغه ژوند یانی ترټولونه ارزښتناکه شته منی اخستل,  ملایانو ته دیو غړپ اوبه څښل په څیر ده , ( ایران په نړی کی دهغو دری هیوادونو په کتار کی ځای لری کوم چی ډیر انسانان پکی اعدامیږی ) .    د هغو کره معلوماتو په رڼا کی چه رارسیږی تر اوسه پوری دایرانی متعصبو، ،متحجرو او افغان دښمنو ملایانو له خواپه سل هاوو مجبور ، مساپر ، او په روزی پسی ورک افغانان په مرګ محکوم شویدی او دم ګړی ددغو محکومینوله جملی څخه په لس هآوو یی پاڼسی شوی دی.

دنړۍ په ګوټ ګوټ کی هرچیری چی احساس لرونکی افغانان دایرانی اخندانو دغه کړه وړه اوری دهغی دمحکومولوپه ترڅ کی له هغوی نه غواړی چی ژر ترژره خپله دغه جنایتکارانه کړه وړه ودروی او محکوم شوی افغانان بیرته افغانستان ته ولیږی .دا یوه کره او دقیقه خبره ده چی پر ډیریو افغانانو د اپیین دقاچاق تورونه بی بڼسته ده اوایرانی اخندان وینی چی بی وځلی افغانانو  نه څوک دفاع نه کوی نو د وی باندی دهری چا ری عملی کول او دهر تور تپل ناشونی نه ده .

       دافغانستان دولت باید دټولو ممکنو لارو نه پر ایرانی چړیانو باندی فشار راوړی ترڅو چه دبیوزلو مهاجرو او کارګروهیواد والو ژوند  سره لوبی ونه کړی او پوره درناوی او ساتنه یی وکړی .

      ددین ایرانی هټیوا ل( دوکانداران) ا و دلاړی ( تف ) تجاران باید پوه شی چی دباتورو او ڼګیالیو افغانانو رټل او وژل ژر وی اوکه په ځڼډ دروند ځواب به ولری او که دقم اخوندان د ا نه منی نو دخپل هیواد داتلسمی پیړۍ تاریخ دی په ځیرسره ولولی .


May 10th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات